په ۱۸۲۳ز کال کې د دراني سترواکۍ له پای ته رسېدو وروسته، د يوه دولت په توګه د افغانستان تاريخ، د افغانستان امارت په توګه پيلېږي، کله چې د افغانستان د نوي دولت بنسټ کېښودل شو. په ياده سيمه کې د نورو هېوادونو، په عمومي توګه له پاکستان، هندوستان، ايران، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان سره د افغانستان تاريخ تړلی دی. اوسمهال د هغې سيمې ثبت تاريخ، چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، له ميلاد مخکې تر پنځه زره کاله پورې رسېږي، کله چې دا سيمه د هخامنشي سترواکۍ تر واک لاندې وه، خو بيا هم شواهد ښيي چې، په دې ځمکه کې له ۳۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ ميلاد مخکې کلونو پورې ښاري کلتورشتون لاره. د باختر تاريخ، له ميلاد مخکې ۲۵۰۰ کاله پورې رسېږي. د سیند مدنيت، د افغانستان په شمال کې ډېرو برخو پورې غځېدلی و. لوی سکندر او مقدوني پوځ د هخامنشي سترواکۍ پر مهال او د «ګوګامالا» جګړې په وخت کې، له ميلاد مخکې ۳۳۰ کال کې اوسني افغانستان ته را رسېدلی و. له هغه را وروسته، ډېرو سترواکيو په افغانستان کې پلازمېنې جوړې کړې، لکه: يونانو- باختري، کوشانيانو، هندو- ساساني، کابل شاهانو، صفاريانو، سامانيانو، غزنويانو، غوريانو، کورتيانو، تيموريانو، هوتکيانو او درانيان په کې شامل دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
افغانستان، یعنې «د افغانانو ځمکه»، چې د تاريخ په اوږدو کې يې يو مهم موقعيت درلود او اوس یې هم لري. دا سيمه، «د هندوستان، په مرکزي اسيا کې د ورېښمو د لرغونې لارې، له لويديځې اسيا او اروپا، چې له مديترانې څخه يې د چين پر لور سوداګري کوله»، دروازه بلل کېږي. په ډېرو سوداګريزو او د تګ را تګ لارو پروت افغانستان، د مرکزي اسيا څلور لارې بلل کېدای شي، ځکه چې له منځني ختيځ څخه لارې، د سیند له درې څخه د هندوکش په غرونو کې له لارو، له لرې ختيځ څخه د تاريم له حوضې او د ايروايشيا په ګاونډيو ډګرونو کې يو له بل سره نښلي.[۱۲][۱۳][۱۴]
د دې ځای د يوې ډلې خلکو له خوا آریاني ژبو ته وده ورکړل شوې وه، پښتون قوم په افغانستان کې پښتو ژبه وايي چې دا هم يوه ختيځه آریاني ژبه ده. «ايلينا اي. کويزمينا» په دې باور ده چې، په آریاني ژبه خبرې کوونکي، د افغانستان د کوچيانو کېږدیو د ژېړو په زمانه کې، د ايروايشيا د ډګریز کمربند له خامو او سطحې کورونو څخه وده موندلې وه.[۱۵]
د اسلامي پوځونو له خوا د افغانستان تر نيول کېدو وروسته، د دې هېواد کلتور بدل شو او له اسلام څخه مخکې د دې هېواد زردشتي، بودايي او هندي پړاوونه له منځه تللي دي.
د اسلامي پوځ له خوا د افغانستان فتحې، د سيمې پر کلتور او دين ژور اغېز وکړ. اسلامي واکمنو کورنیو، لکه: طاهريانو، صفاريانو، غزنويانو، سامانيانو او غوريانو، له افغانستان څخه راپورته شوې، په مرکزي اسيا او په ځانګړي ډول په لوی خراسان کې يې واکمني وکړه او د هند د نیمې لويې وچې شمال اسلامي کېدو ته يې لاره هواره کړه، چې اوس د پاکستان په نوم پېژندل کېږي.
ميرويس هوتک( میرویس نیکه) او ورپسې احمد شاه دراني( احمدشاه بابا) او د افغانستان قبيلې لکه: پښتانه، تاجکان، هزاره ګان، ترکمنان او اوزبکان تر يوه توغ( بیرغ) لاندې سره يو لاس کړل او د اتلسمې زېږدېزې پېړۍ په لومړيو کې يې، د افغانستان امارت بنسټ کېښود. په افغانستان کې زيات او بېلا بېل خلک اوسېږي، لکه: پښتانه، تاجکان، هزاره ګان، اوزبکان، ترکمنان، قزلباش، ايماق، پشيان، بلوڅان، پاميريان، نورستانيان او …. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]