د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان کډوال او سیاسیون د نوموتي او پیاوړي جنرال عبدالرازق اڅکزي څلورم تلین لمانځي

د ستر جنرال عبدالرازق د شهادت د څلورم تلین په مناسبت غونډي په داسي حال کې چې د هیواد وضعیت د پخوا په پرتله بې برخلیکه پاتي دی، د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې لمانځل کیږي ، جرمني ، امریکا، او اسټرالیا هغه هیوادونه چې پکي افغان کډوال د سترجنرال عبدالرازق اڅکزي څلورم تلین لمانځي ، ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی څلور کاله وړاندي د هیواد د دوښمنانو له لوري د یو پلان شوي هدف په ترڅ کې د قندهار ولایت په مقام کې شهید شو ،
چې تر دې مخکي هم څو څو ځلي پرې ځان مرګي بریدونه شوي وو؛ مګر ژوندی پاتي شوی  وو ،  لا یې هم د افغانستان په تیره بیا د جنوبي حوزې د امنیت لپاره هلي ځلي کولې.
نومړی جنرال د افغانستان قندهار ولایت امنیه قمندان وو چې افغانستان او  د یاد ولایت د امنیت لپاره سرښندني یې  د هیواد په کچه زیات پلویان او لارویان پیدا کړی ول  او لا یې هم لري .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *