د پروین ملال څو شعرونه

غزل

ژوند په کوره کې د کولال وسو

ملنګې؛ ستا دکچکول لال وسو

کندهارۍ؛ ستا د آبروبیه څه ده

کندهارۍ؛ ستا پر اوږو شال وسو

ننګرهارۍ؛ ستا د غاړې هار یې یووړ

ملنګې؛ ستا ښکلا، جمال وسو

ستا د جونګړۍ ډیوه چا مړه کړله ؟

خوستۍ؛ انګړجنت مثال وسو

ملنګې؛ ستا خندا یې باج کي یووړه

هیلمندۍ؛ سرو اوښکو دې خال وسو

ملنګې؛ زړه دې ویرانه کي ولوید

هراتۍ؛ ستا هنر کمال وسو

ملنګې غم دی تربڼو څڅیږې

زابلۍ؛ ستا پيڅکه دسمال وسو

ملنګې؛ ستا د عشق سندره غلا شوه

ملنګې؛ سور څه کوې؟ تال وسو

ملنګې ؛ دلته ستا د شعر پسرلي

ملنګې ؛ پاس د بوډۍ ټال وسو

۲۰۲۲ / ۶ / ۲۵

غبرګ بندیان

د سلام وروسته ورته دا ولیکه!

پښې مې ژوبلیږي د څرمنو چپلۍ نه لرمه

تنور ته بوټي ماتوم

پټوکي لو کوم،  سابه راوړمه

کاڼې تېره دي، تر نازکو پښومې
پورې ، وځي

ریښکۍ، ریښکۍ مې اوس، په سر پوړني دی

 ټال د لمنې مې، اغزیو وړي دی

 چي ته دکورڅخه یې بند ته تللې

 اوس څو کلونه تیر دی

 بابا دې ماته، نه چپلۍ او نه کالي راوړي

سبا بابا د ښار لوی جیل ته،

 د هغې، د  زوی، بندي  پلارته،

 پاکي جامي وروړلي

لیک یې تاویز کړ، په جامو کې تاوکړ

اوونۍ شوه تېره، میاشتي واوښتې

کلونه تیر شوه

د لیک ځواب رانغلې

د هغې تورسرکي، د نیمې شپې

تر ستورو سپین، ځلین ګلونه وشوه

پښوکې دکاڼو اواغزیو

زړه کي دردونو اوټپونو،

خپل کورونه جوړکړه

اوس هغه نه خوږیده، اوس دهغې شونډې،

لکه د پیغلې نجلۍ، دګریوان شونډې

یو دبلې سره وګنډل شوې

اوس د هغې په خوله بس، دغه یوه دعاوه

چې د زوی پلا یې کاشکي،

ددې اختر دبخښل شووپه کتار کې راشي

 کورته راستون شي، دزوی سیورې ته،

دسختو شپو، دمې وکړي

اوبیا په دواړو، د بیلتون اوانتظار

 د، درد کیسې وکړي

هغه راستون شو، خوپه سترګوکې یې

د محبت اوشفقت زاړه رمزونه، نه وه

د تندي کرښوکې یې، د غوړیدولو ګلو

پخوانی رنګ، دتاندو پاڼو پسرلي

او دردڼاوو پیغامونه، نه وه

 په خوږه ژبه اولهجه کي یې،

هغه وږمه، وږمه لفظونه ، نه وه

 ددې د ذهن سوالونه، د ترخوشپوتیر یادونه

ټول دابد دپاره مړه شوله

په زړه یې یوه نوي هدیره جوړه شوه

هغه ، وحج ته ولاړی

بیایې د نوی نکاح ، زرې پګړۍ وتړل

۲۰۲۲ / ۵ /  ۲۹

وې ويل؛ آغلې بي حساب یمه

زه دژوند د حسن انتخاب یمه

میینه د فطرت په کائیناتو یم

عشق یم دسحر دلاس ګلاب یمه

زه د چا د سترګو د تفسیر عنوان

زخم د شفق یم د شپو باب یمه

پاڼه، پاڼه اوړم سمندریمه

زه دمځکې غیږ کې پروت کتاب یمه

وزم د خپل ځانه الوتل کوم

وږم یم نګهت یم لا جواب یمه

یو وخت د یو چا د میینې نښه وم

اوس ورکه نغمه د مات رباب یمه

یادونه: زه په هم دغه قافیه بله غزل هم لرم چې د هغې ګمان باندې ونه شئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *