طالب وسلوالو په هلمند کې د کور په کور تلاشي په مهال په عامو خلکو ډزي کړې د ښځو او ماشومانو په ګډون دولس کسه مړه او ټپیان دي

طالبانو د تصفیوي عملیاتو په موخه هلمند کې کور په کور تلاشي شروع کړې،
ویل کیږي طالب وسلوالو دیک شنبه په ورځ په لرغوني بُست کلا سیمه کې د تلاشي په مهال خلکو سره  تر لفظي شخړي وروسته  دولس کسه د میرمنو په ګډون شهیدان او زخمیان کړي
د عیني شاهدانو په وینا  د سیمي مشرانو ورته د سیمیزو دودونو نظر کې نه نیولو په غبرګون کې ورته د تلاشي اجازه نه ورکوله، طالب وسلوالو پرې ډزي کړې چې پکي د سیمي د قومي مشر ملک اخلاص د کورنۍ دوه غړي چې میرمني دي  او یولس کلیوال ټپیان شوي په ټپیانو کې درې ماشومان هم موجود دي،
دا په داسي حال کې ده چې په عین وخت کې طالب مشران  د نشیې توکو یا افیمو د تولیدوونکو او قاچاک وړونکو سره  د هلمند بهرامچه ته د ناستي او لیدني په موخه تللي دي
Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *