په ۲۵ ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۱ل):د ترانسپوټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او چټکو بادونو د پيښېدو اټکل کړی دی.

د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل، بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، اروزګان، کندهار، زابل او دایکنډي په ولایتونو کې د سېلابونو د پېښېدو امکان شته، چې د اورښت کچه په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۵ نه تر ۷۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه په هرات، فراه، او نیمروز ولایتونو کې د نسبتا تېزو بادونو اټکل شوی، چې د تېزوالي کچه يې په مختلفو سېمو کې په ساعت کې له ۲۰ نه تر ۶۰ کېلو مترو رسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *