زابل:د۲ښځو په ګډون ۵تنه په عام محضر کې په درو وهل شوي

( يکشنبه ، د اسد ۱۶ مه) ‏‏ځايي سرچينو په زابل کې د طالبانو د محکمې په امر په عام محضر کې په درو د درې تنو د وهلو خبر ورکړی.

د سرچینو په وینا، طالبانو دا پینځه تنه پرون د زابل په مرکز کلات ښار کې د خلکو پر وړاندې په درو وهل شوي دي.

ويل شوي،چې له دغو کسانو څخه يو نارينه او دوه ښځې د زنا او دوه نور نارينه د غلا په تور په درو وهل شوي.

طالبانو په دې اړه رسما څه نه دي ويلي،خو چارواکو ېې تل د هغو سخت دريځو اقداماتو په تر سره کیدو او زياتوالي ټينګار کړی،چې دوی ېې د اسلامي شريعت تطبيق بولي.

د طالبانو داسې کړنې د بشري حقونو د مدافعینو له لوري تر ډېره صحرايي محکمې ګڼل کېږي.

په دې اړه د بشري مدافعینو استدلال دا دی،چې د زنا او نورو تورونو د اثبات لپاره هغه ډول مدارک چې اسلامي شريعت ېې حکم کوي،په ډېر استثنایي ډول ممکن برابر شي.

اسلامي علماو هم طالبان له اسلامي شريعت څخه په افراطي تفسير تورنوي او ټينګار کوي،چې د غلا او ډېرو نورو جرمونو په اړه د شرعي حدودو د عملي کیدو لپاره اسلام پر واکمنو د خلکو د نس مړولو، زده کړو او هوسا ژوند ګڼ شرايط ايښي، چې طالبان او افغانستان شته شرايط په هیڅ صورت له وضع شويو دغو شرايطو سره مطابقت نه لري.

3 Comments

  1. This is exactly what i was looking for, thank you so much for these tutorials

    1. It would be great to try this theme for my businesses

  2. What a nice article. It keeps me reading more and more!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *