د ( نتکۍ ) ویب پاڼي درنو لوستونکو او لیدونکو سلامونه، درنښت!

د ( نتکۍ ) ویب پاڼي درنو لوستونکو او لیدونکو سلامونه، درنښت! د نتکۍ ویب پاڼي مینوالو او کاروونکو، بدبختانه چې هیواد مو د بیلابیلو داخلي او خارجي لعملونو په خاطر د دوامداره جګړو او بدبختیو شاهد وو او دی، چې په نتیجه کې یې، ټول انساني ارزښتونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول له منځه لاړل یا زیانمن شول، په دوامداره توګه د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه، ددې لعمل ګرځیدلې چې افغان ولس فرد فرد یې متاثره کړی ، د تعلیم په وړاندي دوامداره خنډونه هاغه څه چې بدبختانه افغانانو ته یې یوه ورسته پاتي او بدبخته ټولنه ورپه برخه کړه، د جمهوریت په شل کلني مزل کې د تعلیم لپاره هلي ځلي به هیڅکله هیري نه شي په داسي حال کې چې د هیواد دوښمنانو د بې رحمه ګاونډیو په لمسون له نورو سکټورونو سربیره تعلمي سکټور هم ښه وځاپه، د میرمنو ښونځیو ته یې اورونه واچول، دروازې د زده کوونکو پرمخ وخت پر وخت وتړل شوې، استادان یې شهیدان کړل او د بیلا بیلو مذهبي تراشل شویو دلایلو پر مټ یې موږ د پرمختګ له راز څخه لیري وساتلو، دا ضربه د افغانستان تر هر بل قوم زیات زیان پښتانه ته ورساوو، بدبختانه د پښتنو داسي ولسوالي موجودي دي چې تر دې دمه له دولسم ټولګي څخه فارغي میرمني نه لري، شک نشته چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عام ولس اذهان د جهالت په وړاندي روښانه وساتل وخت پر وخت یې خلکو ته مستقیم او غیر مستقیم پوهاوی ورکاوو، مدني او فرهنګي خوځښتونه فعال شول، د تعلیم د ودي په موخه شخصي بنسټونه ورغیدل، تعلمي نصاب د ودي په لور ګړندي ګامونه اخستل، رسنیزه برخه کې چاپي، تصویري او غږیزي انګیزې او نوښتونه رامنځ ته شول، وخت په وخت ټکنالوجي په وده کې وه، د هیواد هر وګړی یې له نړۍ سره وصل کړ، په هره برخه کې کار وشو داسي کار چې زموږ ګاونډي هیوادونه یې ګوته په غاښ او حیران کړل. په داسي حال کې چې بیا هم د مذهبي کاذبو دلایلو په بنسټ د هري برخي فعالونکي ، کارکونکي او کاروونکي له بیلا بیلو ګواښونو سره لاس او ګریوان ول، دا مزل همداسي روان وساتل شو، هر هیواد وال د عصري، حوسا او بسیا ژوند په لټه کې شو د هیواد د ننه او بهر یې د تعلیم د تر لاسه کولو لپاره هڅي کولې، په رسنیزه برخه کې نه هیریدونکې هلي ځلي وشې سلګونه چاپي ، تصویري او غږیز رسنیز مرکزونه جوړ شول، هر چا یې خپله برخه خدمت ته ملا وتړله ټولي هاغه علمي، فرهنګي، ادبی چهرې چې له پامه غورځیدلې وې رابرسیره، تشویق او فعاله شوې ؛ خلکو ته وروپیژندل شوې، له دولت سره یې ددوئ په پیدا کولو او د هغوئ له وړتیاوو او هنرونو څخه د هیواد د پرختګ لپاره په کار اخیستني کې همکاره پاتي شولې، بده به وي چې د ځینو نورو بدو او زهر پاشونکو رسنیو یادونه وکړم دومره ویلای شو چې د سیمې د استخباراتو لپاره یې په ډیري بیشرمي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانو د ۳۴ مادې (اولي، دوهمی او دریمي ) فقرې ، څخه په استفادې د بشري حقونو او نړیوال سازمان د هغه اعزاز چې رسنیو او خبریالانو ته یې ورپه برخه کړی وو ناسمه ګټه واخیسته دې ټولو ناخوالو ته په کتو په رسنیزه برخه زیات کار شوی وو، د طالبانو د حاکمیت له اوایلو څخه په هیواد یو ځل بیا د وحشت، بربریت، منګولي خښي شوې ، د هر افغان نر او ښځي انساني کراماتو، بشري حقونو، د بیان ازادي، د ملي ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره یو ځل بیا هلي ځلي پیل شوې د انساني ژوند د بسایني هر راز اسانتیاوي له منځه تلو په حال کې شوې فقر، غربت، بدبختی، او عار یو ځل بیا د افغان هیواد او ولس په برخلیک کې تکرار پدیده شوه، رسنیزه برخه فلجه شوه، علمي او د کار خلک تیښتي ته اړ شول هیواد یې پریښود، پاتي ځیني بندیان، ځیني ووژل شول او نور تر جدي ګواښ لا هم لاندي دي، ډیری رسنیو خپل فعالیتونه ودرول ځینو له هیواده بهر پیل کړل ځیني وګواښل شوې کومو چې لا هم کار ته ادامه ورکړه، هغوئ تر مستقیم او غیر مستقیم څار او ګواښ لاندي شوې وخت په وخت یې خبریالانو ته مرګوني ګوښونه وشول، څو خبریالان د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شول دا هغه څه وو چې د طالبانو په یوه کلن اشغال کې هیواد او هیوادوال ورسره مخ شول، د شکر او سرلوړي ځای دی چې په وطن مین هیوادوال ارام نه دي ناست، لا هم افغان زلمي او خویندي هڅه کوي د هیواد ددې بدبختي د خاتمې، هیواد ژغورني په موخه له هري ممکنه لاري څخه کار اخلي؛ تر څو روانه بدبختي له منځه یوسي، ددې له جملې د (نتکۍ) ویب پاڼه چې د ګران وطن افغانستان د روانو ناخوالو، په درک سره، چې له یو خوا علمي بنسټونه په ټپه ولاړ بل طرف د ۲۱ پیړۍ په جریان کې د نړۍ چټک مخته تګ ته په کتو اشد ضرورت ده؛ چې له نړۍ سره د پرمختک په کاروان کې که د مخ په صف کې د جګړو او بدبختیو له خاطر نه یو توانیدلي مخ ته لاړ شو شاته هم باید دومره پاتي نه شو چې د ور رسیدو هیله یې یو خوب او خیال جوړ شي، هر افغان ته ضرورت ده ته چې په هره برخه کې برلاسی او امکانات ورته چمتو وي د هیواد د ښې رازۍ او د تورتمونو په ختمولو کې خپله رغنده ونډه واخلي، له نیکه مرغه موږ هم د هیواد موجوده بدو حالاتو ته په کتو مجبور شوو چې له خپلو شته امکاناتو کار واخلو د خپلو هیوادوالو لپاره یوې داسي ویب پاڼي باندي کار وکړو چې زیات تمرکز به مو د پوهي د زیاتوالي په برخه وي، نتکۍ ویب پاڼه به د افغان ولس لپاره د یو کتابتون او تر څنګ د یو پوهنیز مکتب حیثیت خپل کړي، موږ به د هیواد د ټولو لیکوالانو دیني، علمي، ادبي، ساینسي ، فرهنګي، لیکني او پنځونی په لیکلي او تصویري ډول وړیا دلته درسره شریک کړو، ورسره به مو له ورځینیو چارو پرمختګونو او اختراعګانو باخبر وساتو، دا مو ارمان وو؛ او وس مو د ښاغلي شینواري صاحب په هڅو، هاند او همکاریو دا په حقیقت بدل کړ، نتکۍ ویب پاڼه یوه ازاده خپلواکه ویب پاڼه ده په هیڅ دولت یا ګوند پوري تړاو نه لري، د افغاني کلتور، ، دیني ارزښتونو او د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت د اساسي قانون په پام کې نیولو سره خپل فعالیتونه پیلوي تاسو رابولو تر څو له موږ سره د دې علمي فرهنګي او روزنیزي ویب پاڼي په غني کولو کې وږه په وږه ودریږئ، او خپل لیکلي مطالب ، علمي او ادبي لیکنی او کتابونه زموږ له ادارې سره شریک کړئ تر څو نور هیوادوال هم ستاسو له فکر او وړتیا څخه ګټه پورته کړي.

په پای کې له ښاغلي شینواري صاحب نه ځانګړې مننه کوم چې د هیواد او هیواد والو درد او غم ورسره موجود دی
په درنښت
امین الله بهار

مونږ سره یو څای شی

فکر مه کوی مونږ بی څایه او غلط بریښنالیکنونه نه درلیږو