کندهار او اروزګان ولايتونو کې، د څلورو اوبو بندونو ابتدايي سروې پیلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۵ زمري، ۱۴۰۱) : د افغانستان اوبو او نرژي وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور کندهار او اروزګان ولايتونو ته سفر کړی دی او هلته یې د شين نرې، لوړې سیمې، دهراود او آغاجان د بندونو ابتدایي سروې د پیل خبر ورکړئ.
د ابو انرژي وزارت د خبر له مخې، د ابو او انرژي وزارت سرپرست کندهار او ارزګان ولايتونو ته د سفر موخه دغه ولايتونو کې د اوبو د بندونو د ابتدايي سروې ګانو پیل و.
خبرپاڼې زیاته کړې ده، شين نري او لوړې سيمي بندونه په کندهار او د دهراود او آغاجان بندونه به په اروزګان ولایت کې د میلیونونو متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري په وینا یې د دغو بندونو په جوړېدو سره به یادو ولایتونو کې پراخه سیمه خړوبه او د زراعتي محصولاتو کچه به لوړه شي.
وروسیتو کلونو کې چې افغانستان له وچکاليو سره مخ دی، د داسې بندونو جوړېدل کولای شي د اوبو د کمښت مخه ونیسي.

3 Comments

  1. This is exactly what i was looking for, thank you so much for these tutorials

    1. It would be great to try this theme for my businesses

  2. What a nice article. It keeps me reading more and more!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *