د کورنیو چارو وزارت سرپرست؛ د ملت ریښتنی خدمت زموږ مسؤلیت دی

(یکشنبه، ١٦ زمری، ١٤٠١) : د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني د هیواد جنوب کې ځایي مسؤلینو او خلکو سره ناستې کړي دي. د کورنیو چارو وزارت په خپاره شوې خبر کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست د وضعیت د کتلو په موخه د هېواد سويل ته سفر کړی، چې په دې لړ کې یې تېره ورځ د هلمند ولایت له ځايي مسؤلینو، قومي مخور او نورو عامو خلکو سره لیده، کاته کړي دي. د یاد وزارت د خبر په وینا؛ د کورنیو چارو وزارت سرپرست له عامو خلکو سره په غونډه کې د هغوی ستونزې واورېدې او ځايي مسؤلین ته لارښوونه کړې ده چې د خلکو ستونزې په خپل وخت واوري او خلکو سره ښه چلند وکړي، په وینا یې د خلکو ریښتنی خدمت زموږ مسؤلیت دی. د دغه سفر پر مهال سراج الدین حقاني، له ځايي سوداګرو غوښتي چې په هلمند ولایت کې پانګونه وکړي او بزګرانو سره د بدیلې کرکيلې په رشد کې مرسته وکړي.   دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس په ټول افغانستان کې د کوکنارو او نور مخدره بوټو کرکېله منعه اعلان شوې ده او تر دې پخوا هلمند ولایت کې  کوکنار په پراخه کچه کرل کېدل، چې اوس د یاد ولایت بزګران د بدیل کښت د رشد او او بازار موندې برخه کې مرستي ته اړتیا لري.  د شنونکو په باور د چارواکو داسې سفرونه کولای شي، د خلکو د ستونزو په حل کې ګتور واقع شي، ځکه چې د خلکو ستونزې مخامخ دوی ته رسیږي، همداشان داسې سفرونه کولای شي د ملت او دولت ترمنځ فاصلي له منځه یوسي او د ملت باور پر حکومت ډېر کړي.

3 Comments

  1. This is exactly what i was looking for, thank you so much for these tutorials

    1. It would be great to try this theme for my businesses

  2. What a nice article. It keeps me reading more and more!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *