د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د دولت شورا په نامه یو مجلس جوړ شو چې د درې ګونو قوو ترمنځ یې بېلوالی هم راوست.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په دولتي سیستم کې د شورا په نامه یا بڼه لومړۍ هلې ځلې د امیر شیر علي خان د واکمني په وخت کې پیل شوې. د دغه ډول ګامونو تر شا د علامه سید جمال الدین افغان هڅې وې.
له یوې اوږدې مودې وروسته بیا د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د دولت شورا په نامه یو مجلس جوړ شو چې د درې ګونو قوو ترمنځ یې بېلوالی هم راوست.
دغه شوری ۲۵ غړي درلودل او د دوی کار تر ډېره تر مشورې پورې محدود و، خو دا یو ښه پیل و.
د دولت شورا غړي د ولایتونو د شوراګانو د غړیو او د اعلی حکومتونو له خوا د هر ولایت د نفوس په تناسب ټاکل کېدل، چې شمېر یې په لاندې ډول و:
• د کابل ولایت ۵ تنه
• د هرات ولایت ۴ تنه
• د کندهار ولایت ۴ تنه
• د ترکستان ولایت ۳ تنه
• د قطغن او بدخشان ولایت ۲ تنه
• د مشرقی سمت ۳ تنه
• جنوبي سمت ۲ تنه
• د میمنې اعلی حکومت ۱ تن
• د فراه اعلی حکومت ۱ تن
تر دې را وروسته بیا د محمد نادرشاه په وخت کې پارلمان دوه بېل مجلسونه جوړ کړل، چې ملی شورا او داعیانو مجلس مجلس بلل کېدل.
د ملی شورا لومړۍ دورې ۱۱۱ غړو په درلودلو د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې لوړه وکړه او خپله تقنینی دوره یې پوړه کړه.
که څه هم د ملي شورا بنسټ د امان الله خان په وخت کې اېښودل شوی و، خو اصلي بدلونونه او قانوني بڼه د نادرخان په وخت کې ورکړل شوه. په همدې دور کې قانون، مصودې، نظامنامې او نړیوال تړونونه یې لاسلیک او تصویب کړل.
په پیل کې د ملي شورا غړي عموما انتصابي وو، او د هرې تقنیني دورې موده له دوو تر درېیو کلونو پورې وه.
د نادرشاه په وخت کې ملي شورا په دوو برخو ووېشل شوه، یعنې ولسي جرګه او مشرانو جرګه یا سنا.
د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په موده کې د پارلمان تر ټولو ډېرې دورې ترسره شوې دي. دا موده نسبتا ارامه وه او خلکو په ځلونو خپل استازي وټاکل.
د افغان پارلمان تر ټولو روښانه پېر هغه مهال و چې د ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا، عبدالحی حبیبي په څېر غړي د هېواد له لر او بره ملی شورا ته استازي راغلل.
داود خان له کودتا سره پارلمان منحل کړ او نوی پارلمان یې (ملي جرګه) ونوماوه، خو د ده دا ګام او کار پلی نشو.
د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال ملي شورا له ۱۴ کاله ځنډ وروسته بیا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې نوې دوره پیل کړه.
د نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته افغانستان د ۱۴ کلونو لپاره ملي شورا نه درلوده.
نوی پېر
د نوي اساسي قانون له تصویب وروسته افغانستان په ۱۳۸۴ کې ۱۵ تقنیني دوره پیل کړه او د افغان پارلمان دواړه برخې (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د پنځو کلونو لپاره وټاکل شوې.
په ۱۳۸۹ کې ۱۶مې دورې په کار پیل وکړ. د دوی د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته افغان دولت ونشوی کولی پر وخت ټاکنې وکړي او د یوه فرمان له مخې د دې پارلمان کاري موده وغځول شوه.
د افغانستان د پارلمان د ۱۷مې دورې لپاره ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ نېټه چې د اکتوبر له ۲۰مې نېټې سره برابرېږي، ترسره کېږي.
د پارلمان جوړښت
د اساسي قانون د ۸۳ مادې پر بنسټ د ولسي جرګې غړي د مخامخ ټاکنو له لارې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ولسي جرګې ۲۵۰ غړي لري او له هر ولایته یې شمېر معلوم دی. دا شمېر ټاکل شوی او د وګړو د شمېر د زیاتوالي پر بنسټ نه بدلېږي.
مشرانو جرګه بیا ۱۰۲ غړي لري، له دې ډلې ۳۴ یې له هر ولایته یو کس د ولسوالیو له شوراګانو ټاکل کېږي، له هر ولایته یو کس د ولایتي شورا په خوښه ټاکل کېږي او پاتې یې بیا د ولسمشر له لوري انتصابي ټاکل کېږي.
په دې وروستۍ ډله کې د هرې برخې او توکم خلک باید موجود وي لکه معلولین، کوچیان، اهل هنود او نور.
د اوسني پارلمان اداري جوړښت کې اداري هییت دی پنځه کسان لري: رییس، دوه مرستیالان، منشي او نایب منشي.
د پارلمان بله برخه دارالانشا ده چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه دواړه یې لري، هره یوه بیا پخپل وار یو رییس، دوه مرستیالان او د دغې ادارې ځینې نور غړي وي. د دوی کار ډېری د اداري برخې، مدیریت، تنظیم او نورې چارې دي.
د پارلمان کار یوه برخه کمیسیونونه دي چې د ځانګړو قوانینو پر مسودو بحث کوي، حکومت ته وړاندیزونه ورکوي.