Availability: In Stock

اسلامی ښوونه

ښوونه او روزنه په هره ټولنه کې د بدلون او پراختيا بنسټ دی. د ښوونې او روزنې اصلي موخه د انسان د بالقوه ځواکونو
فعالول او د هغه د پټو استعدادونو غوړول دي.
درسي کتاب د ښوونې او روزنې په بهير کې يو مهم رکن بلل کيږي چې له نوو علمي بدلونونو او پرمختگونو سره اوږه په
اوږه او د ټولنې له اړتياوو سره سم تاليف کيږي. درسي کتابونه ښايي د منځپانگې له مخې خورا بډای وي چې وکړای شي
ديني او اخالقي زدهکړې د نوو علومو له السته راوړنو سره يوځای د نوو ميتودونو له الرې زده کوونکو ته وليږدوي.
دغه کتاب چې اوس ستاسو په واک کې دی، د همدغو پورته ځانگړنو پر بنسټ چمتو او تاليف شوی دی. د پوهنې وزارت
تل زيار باسي چې په هيواد کې تعليمي نصاب او درسي کتابونه د اسالمي ښوونې او روزنې او د ملي هويت د ساتلو پر بنسټ
جوړ او له علمي معيارونو، نوو روزنيزو ميتودونو او د نړۍ له علمي پرمختگونو سره سم وي. د زده کوونکو استعدادونه
په ټولو اخالقي او علمي خواوو کې وغوړيږي او په هغوی کې د فکر کولو او نوښت توان او د پلټنې حس پياوړی کړي. د
خبرو اترو او پيرزوينې د فرهنگ دودول، د هيواد پالنې، د مينې او محبت د حس پياوړي کول، بښنه او پيوستون د پوهنې
د وزارت نورې غوښتنې دي چې ښايي د لوست په کتابونو کې غبرگون ومومي

Description

درسي کتاب د ښوونې او روزنې

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “اسلامی ښوونه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *